پښتون - سلیمان لایق

«پښتون»
سليمان لايق
زه یو آواره، یو سرگردان او یو پښتون یمه
زه د ژوندانه د ویر شپیلۍ د غمو یون یمه
یو ځلې سکندر زما هیواد تر پښو لاندې که
بل وارې عربو بې کلتوره بې وطنه کړم
وروسته بیا چنگیز په ما د ظلم لمبې بلې کړې
بل ځلې تیمور بې هدیرې او بې کفنه کړم
زه هر جهانگیر او هر وحشي یو ځل ځپلې یم
زه هر بې وطنه خپل وطن کې ځورولې یم
څو ځلې نیولي باچهانو هندوستان په ما
زه د هر جابر د هوس لار کې وژل شوی یم
څو واره له ډال او له خنجر او کمربند سره
یا رانیول شوی یا په نورو پلورل شوی یم
ما چې چاته تاج او سلطنت او واک ورکړي دي
زه بیا د هغه په لاس بندي یا شړل شوی یم
زما په ځیگر یشي زمانې لک پرهارونه دي
زما له خولې وتلي میلیونونه فریادونه دي
زما په مټ عربو ملتونه لاندې کړي دي
زما په زور بابر پراخ ملکونه رانیولي دي
زما په یون محمود د سومنات بتکده ماته کړه
زما په تیغ څوک مړه، څوک سلطنت ته رسیدلي دي
ما ته مګر تورې لوږه، تنده، بدبختي راوړه
ډیر ځله مې یوې گولی ډوډۍ پسې ژړلي دي
څوک چې فاتح شوي زه ېې وره کې درولی یم
دا زما تقدیر دی زه تل وږي ګرزیدلی یم
نه نه زه غلط شومه ما څوک لاندې کوی نشي
ما د چا قوت بربادوی او څملوی نشي
ما په غلامي کې له دې وروسته څوک ساتی نشي
ما له خپلې لارې اړوی او گرزوی نشي
ما څوک په گولیو او اورونو ماتوی نشي
اوس ستر ملتونه څوک خوړی او هضموی نشي
ما څوک خښوی، محوکوی او ورکوی نشي
زه اوس د پیړیو له خوبونو را ویښږمه
لږه دمه راکړه آزادی چې در رسیږمه
نور د چا لپاره ستر ښارونه ورانومه نه
وینې بهومه نه او چا ته څه گټمه نه
یوه کونډه کومه نه او بل یتیمومه نه
دوست خپه کومه نه، دښمن خوشحالومه نه
بیا د چا لهپاره خپل بچي حلالومه نه
بې له خلکو تر چا سر قربانومه نه
ماته غوږ کې نوي حوادثو څه ویلي دي
ما د دې استاد درسونه ټول په زړه منلي دي
زړه خو هغه زړه وي چې جذبه د آزادي لري
سر خو هغه سر وي چې هوا د سربازي لري
مټې هغه مټې چې توفیق د آبادي لري
زه هغه ملت یم چې ننگونه او مردي لري
تندر او توفان لري، بریښنا او ترږمي لري
لاره د نجات لري، ماڼو لري بیړی لري
زه د توفانونو په زانگو کې روزل شوی یم
زه د زمانې سختو څپیړو ازمویلی یم
یو شی سره یو شی ای غریبو پښتنو وروڼو
ای زما پښولوڅو او ښبنو او غوبنو وروڼو
ای زما بدمرغو، دربدرو، لیونو وروڼو
ای زما د پرون د بې وسیو د اسرو وروڼو
ای زما د هیواد د سباوون د عظمتو وروڼو
ای د انقلاب د غورځنگونو د څپو وروڼو
پاتې مو لا مخې ته دارنه درانه مزلونه دي
غرونه دي، کوهي دي، بې حسابه گړنگونه دي