غزل | نجيب عامر

ستړی مه شې لږه شان دمه خو به دې کړې وه
موږ سره په مینه یوه شپه خو به دې کړې وه
ولې دې د زړه خبره شونډو باندې نه راتله
خیر دی که خوږه نه وه ترخه خو به دې کړې وه
څومره بې وسۍ کې دې وطن غلیم ته پرېښودو
شور به دې جوړ کړی و لانجه خو به دې کړې وه
پټې سترګې راغلې، له دنیا نه، پټې سترګې ځې
جار د قدرتونو نظاره خو به دې کړې وه
مینې قرباني غوښته د سر ساتنه څه مانا؟
حسن ځان ته خدای وی نو سجده خو به دې کړې وه
ښکلې ښاپېرۍ د ټول مالت به درنه تاوې وې
ته که بنجاره وای، څه فایده خو به دې کړې وه
ته چې رانه ځې عامره ساه به څنګه اخلمه؟
لاړ شه خو د بیا راتلو وعده خو به دې کړې وه
٢٠٢٣ اګست ٢٦
کولن جرمني