له سریلانکا سره د لوبې ناسمه محاسبه؛ ملامت څوک دی؟

حکمت حسن
د اسیا کپ په روانو لوبو کې تېره شپه افغانستان پر سرېلانکا خپله دویمه لوبه وبایلله. له افغانستان سره تر وروستۍ شېبې هم د لوبې د ګټلو او همدارنګه د اسیا جام بل پړاو ته د ورتلو پوره چانس موجود و. په دې اړخ هم پراخ بحث پکار دی چې ولې ډیری وخت مونږ مهمې لوبې د ګټلو حالت ته نیږدې کوو؛ خو ګټلی یې نه شو.
له تېرې لوبې وروسته ماته د ډېرې حیرانتیا ځای دا وه چې زمونږ د کرکټ بورډ چارواکي او تخنیکي خلک ددې پرځای چې جرات وکړي، رامخته شي خپل اشتباهات ومني او مسوولیت یې واخلي، چې دا چاره په نوره نړی کې معمول ده، دوی د بهانو او په بل چا ورتاونولو او د خپل بام واورې د همسایه خواته ور اچولو پیل وکړ. مشر روزونکي وویل چې مونږ ته نه و ویل شوي چې په ۳۷.۱ اورونو کې د ټارګټ پوره کولو علاوه د مخکې تلو لپاره نورې سناريوګانې هم شته. مونږ خبر نه و.
زه څو خبرې لرم:
اول: د کومو هېوادونو لوبډلې چې نړیوال جام ته لار پیداکوي او کلونه نړیوالو جام کې لوبیږي دا په خپل ذات کې په ډيره لویه سطحه کرکټ دی. کله چې د یو هیواد لوبډله نړیوال جام لوبوي د هغه لوبډلې له مشر روزنکي سره داسې بې مانا خبرې اصلا نه ښایی، دا یواځې له مسولیت څخه تېښته او خپل غفلت، کم کارۍ او سست کارۍ ته بهانې جوړول دي. دغسې بهانې لټول په خپل ټېټ ظرفیت غېر مستقیم اقرار کول دي. که له همدغه ښاغلي وپوښتل شي چې کله مخالفه لوبډله ټارګيټ وټاکي او له دویمې پاڼۍ د مخه تاسره نیم ساعت وخت وي او لوبه هم دومره حساسه وي چې یواځې په رن ریټ باندې د مخکې تلو چانس درسره وی نو ستا لومړۍ دنده څه شی ده؟ ایا ته د یوې لحظې لپاره هم ځان ته تکلیف نه ورکوې چې مختلفې سناریوګانې تحلیل او تجزیه او له لوبغاړو سره یې شریکې کړې. راځه دلته به ومنو چې له یاده دې ووتل، دا چې نبي پنځوس رنز وکړل او داسې ښکاریده چې په معینو اورونو کې د ټارګيټ پوره کول شوني دي، بیا هم تاته در په یاد نشول چې د یوې دقیقې لپاره په مختلفو سناریوګانو سوچ وکړې؟ څوک به ځنګه قناعت وکړي چې په ټول کرکټ بورډ کې هیچا دغه مهمې مسلې ته پام ونکړ ترځو تاسې خبر کړي. کله چې په خپل بورډ کې لسګونه تخنیکي خلکو دغه مسلې ته پام نه دی شوی نو ایا پوښتنه نه راولاړیږي چې دا دومره خلک کوي څه شی؟ لطفا د نورو له ملامت کولو وړاندې خپلو اشتباهاتو ته باید پام وکړئ او دا جرات ولرئ چې خپلې غلطۍ ومنئ. زما باور نه راځي چې کرکټ بورډ دې د اسیا کرکټ شورا ته د شکایت ایمیل لیږلی وي ځکه دوی په زړونو کې پوهیږي چې توره مونږ پخپله کړې او که احیانا ایمیل یې لیړلی وي نو ځواب به یې حتما همدا راځي چې دا لسګونه تخنیکی او اداري خلک ستاسې په اداره کې څه کوي چې تاسې ته باید د رن ریټ احوال هم مونږ درکړو. د رن ریټ محاسبه خو کوم راکټ ساینس نه دی چې یواځې کرکټ نړیواله شورا پرې پوهیږي او بس. رن رېټ د یو لړ ټاکل شويو اصولو په اساس محاسبه ده چې تقریبا هر تخنیکي کس ته باید زده وي. لږ تر لږه په یوه بورډ کې خو باید څو تنه موجود وي چې پرې پوهه شي.
دویم: کله چې ته اسیا جام ته روان یې او ښه پوهیږې چې هلته شپږ لوبډلې وي چې په دوه ګروپونو تقسیم شوې دی او دویم پړاو ته به له هر ګروپ څخه دوه لوبډلې ورځي نو په دغه حالت کې خو باید د لوبو له پیل وړاندې د پلاننګ پر وخت د رن ریټ مسله د بحثونو په لومړي سر کې قرار ولري. داسې ښکاري چې زمونږ لوبډلې هیځ واقعي او جامع پلان د ټول جام لپاره نه درلود. مونږ باید خلک غلط نه کړو، که حقیقت وایو نو مونږ حتا د بنګلدیش سره په لوبه کې هم د رن ریټ خبره پاکه له یاده وتلې وه. د بنګلدیش پر وړاندې کله چې پوه شو چې نور یې نشو پوره کولای باید د پای لوبغارو ته مسج ورکړل شوی وای چې ۲۸۰-۳۰۰ باید وکړی او تر اخري بال پوره باید لوبه یوړل شي ترځو له سریلنکا سره په لوبه کې د رن ریټ بوج یو څه کم شي. مونږ بار بار اشتباهات کوو خو درس ترې نه اخلو او دا ځکه چې خپل اشتباهات د انکریزانو خبره اکنالیج کوو نه.
درییم: مونږ باید دا هم زده کړو کله که د یوه کار له ودې نه شو وتلی باید اعتراف وکړو او بل ته یې پریږدو. خلکو توقع درلوده چې له پرلپسې بایللو، خرابې پلان ګذارۍ او کارکردګۍ وروسته څو تنو په خپله خوښه خپل اوسني موقفونه پریښي وای او نورو ته یې د ځان ازمایلو موقع ورکړې وای. داسې اعتراف او نورو ته موقع ورکول هم د سترو خلکو کار دی.
څلورم: که حالت د سمون لپاره موزون ګامونه پورته نشي په نړیوال جام لوبو کې هم له ورته عواقبو سره مخ کیږو. د افغانستان په کرکټ بورډ کې د اصلاحاتو لپاره باید یو لړ ستر تصمیونه ونیول شي.