د اسټرالیا ټېسټ کرکټ او د بارډر ګواسکر ټرافي لیکوال: حکیم احمدزی

January 05, 25 The Afghan Press

استرالیا د خورا بهترین او زړور کرکټ په پایله کې نه یوازې له لسو کلونو وروسته بارډر ګواسکر ټرافي بیاځلې وګټله، بلکه د ټېسټ کرکټ اتلولۍ پایلوبې ته یې هم لاره ومونده.

د لوبو لپاره استرالیا پلانېنګ ډېر عالي و او له لومړي سره تر وروستیو پورې یې خپل پلانونه ډېر منظم پلي کړل چې په پایله کې یې په لومړۍ لوبه کې له ماتې وروسته نورې لوبې په لوی توپیر وګټلې او دغه ستره ټرافي یې له پوره لسو کلونو وروسته بیاځلې خپله کړه. 

د پلانونو په برخه کې یې د وېرات لپاره منظم پلان ډېر عالي و، وېرات لومړۍ لوبه کې سلیزه هم وکړه او ښه پیل ته په کتو یې ډېر په دې اند و چې بیا به د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کلونو کارنامې تکرار کړي خو له هغه وروسته یې پر وړاندې سیالو بالرانو خورا دقیق او ښکاره پلان خپل کړ. د سیریز له پیله تر پایه هماغه یې یو ځای (څلورم-پنځم سټمپ) ورته نیولی و او پوره ۸ ځلې یې په یوه ډول اوټ کړ.

بله دا چې د سېټ کېدو لپاره یې ډېر وخت هم نه ورکاوه او څنګه به چې راغی نو په لومړیو ۱۵-۲۰ دقیقو کې به یې بیرته رخصت کړ. یوازې یو ځل، هغه هم په اوله لوبه کې یې له یوه ساعته ډېر وخت ترې تېر کړ چې په هغه لوبه کې یې سلیزه هم وکړه. دا حالت د وېرات او د هغه د مینه والو لپاره ډېر خواشینونکی هم و خو د سیالو بالرانو دقیق پلان او منظم بالېنګ بیخي عالي و. یوه ورځ سکاټ بولنډ همدا خبره رسنیو سره خبرو کې هم وکړه چې د وېرات لپاره منظم پلان لري چې کوم ځای کې بالېنګ ورته وکړي او څنګه یې د منډو جوړولو مخه ونیسي؛ چې په ټول سیریز کې همدا وهم کړل. 

هند په اوله لوبه کې له سترې بریا سره سره په پاتې ټولو لوبو کې ډېر کمزوری او بېخونده کرکټ وکړ. له یوې خوا یې له سینیر لوبغاړو رنزونه نه کېدل او له بلې خوا یې یوولس کسیز نوملړونه ښه نه ټاکل. د بعضې لوبغاړو رول بیخي نه پکې معلومېده، ټیم به یې له دوه-درې سپنرانو ډک کړ خو بالېنګ به یې بیا نه پرې کاوه. په وروستۍ لوبه کې د سډني پېچ مکمل فاسټ بالرانو ته جوړ و او په خپله د بومرا په وینا چې د فاسټرانو لپاره بهترینه ویکټ وه، خو بیا یې هم دوه سپنران، جدېجا او واشنګټن لوبډله کې اخیستي و چې په ټوله لوبه کې یې په ګډه یوازې څلور اورونه پرې وکړل. لوبډله کې یې نه یوازې د یو شمېر لوبغاړو رول نا معلوم و بلکه بعضې لوبغاړي یې له پرلپسې ناکامیو سره سره ولوبول چې له امله یې دا دی د ټېسټ اتلولیو له پایلوبې د پاتې کېدو ستر قیمت هم پرې کړ.

برعکس، د استرالیا لوبډله کې د هر لوبغاړي رول ډېر روښانه و او هر لوبغاړي خپل خپل ځای ډک کړی و. مشرانو لوبغاړو یې ښه لوبه وکړه، ځوانانو یې ډېرې ښې لوبې وکړې او دا یې وښوده چې نوي لوبغاړي یې نړیوال کرکټ، خصوصاً ټېسټ کرکټ ته څومره ښه تیار دي. په هند یې بله برتري دا وه چې د لوبو تر اخېره یې هم ماتې نه منله او وروستیو لوبغاړو یې هم سینه ورکوله او مسوولیت یې اخیست. د ملبورن لوبه یې ښه مثال دی چې هندۍ لوبډله ښه برلاسې وه خو د استرالیا ووروستیو دوه لوبغاړو په لسمه ویکټ له ۶۰ منډو ډېره ملګرتیا وکړه او لوبه یې له هنده بیخي ډېره لېرې وېوړه. 

لوبډلمشر یې نهایت زیرک دی، د لوبو ډېره ښه مطالعه کوي او په دې پوهېږي چې کوم وخت کې څه رقم پرېکړه وکړي. په ټوله کې استرالیا له هره اړخه ډېر ښه او هند ډېر بېکاره کرکټ وکړ او دواړو خواو خپلې خپلې پایلې هم ترلاسه کړې. 

یوه بله مهمه خبره دا ده چې په هند د استرالیا د لوبډلې ذهني برلاسي هم ډېره زیاته ده. د استرالیا پاخه خو څه چې ځوان لوبغاړي هم د هندي لوبغاړو په پرتله ذهناً ډېر پیاوړي دي. په هندیانو د استرالیا ذهني برلاسي له ډېره پخوا روانه ده چې هند یې په تېرو څو کلونو ډېر غټ قیمتونه هم پرې کړي دي او داسې ښکاري چې راتلونکي کې به یې بیا بیا پرې کړي. 

په دې سره استرالیا ته د هندۍ لوبډلې خورا اوږد سفر پای ته ورسېد. د دواړو لوبډلو ترمنځ د بارډر-ګواسکر ټرافي لوبې د کرکټ په نړۍ کې له ستر اهمیت نه برخمنې دي او خورا ډېر مینه وال لري. په افغانستان کې هم دا لوبې ډېر لیدونکي لري، خو له بده مرغه زموږ رسنۍ په دې برخه کې ډېره لېوالتیا نلري، کنه نو پکار خو دا وه چې یوې رسنۍ دغه لوبې اخیستې وی او په افغانستان کې یې د خپلو لیدونکو لپاره هم خپرې کړې وی.