امریکا کې د ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک پر ضد زرګونه خلکو مظاهره کړې

April 06, 25 Bilal ahmad Meerani

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس په امریکا متحده ایالاتو کې د یاد هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د دولت د مؤثریت څانګې ریئس او میلیادر ایلان ماسک پر ضد زرګونه خلک مظاهرې ته راوتلي دي.

په راپورونو کې راغلي دا لاریونه هغه مهال رامنځته شول چې ټرمپ په ناڅاپي توګه د حکومت په چارو کې بدلونونه رامنځته کړل.

مظاهره کوونکي وایې ټرمپ او ماسک هڅه کوي چې د امریکا بشپړ واک تر لاسه او یاد هېواد له خوښې سره سم جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ له هغه وخته چې په امریکا کې یې د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړې زرګونه دولتي پوسټونه لغوه کړي او ډېرې دولتي ادارې یې کوچنۍ کړي دي.