غزه کې د اسرایلي ځواکونو د تازه بریدونو له امله ۴۳ فلسطینیان وژل شوي

April 07, 25 Bilal ahmad Meerani

د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلي ځواکونو د تازه بریدونو له امله ۴۳ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د یاد وزارت چارواکو ویلي چې یواځې د جنوبي غزې په"خان یوسن"سیمه کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د غزې ۹۰ سلنه وګړي بې ځایه شوي دي.