حماس ډلې پر اسرایلو توغندیز بریدونه کړي

حماس ډلې خبر ورکړی چې د اسرایلي ځواکونو لخوا په غزه کې د فلسطینیانو د ټول وژنې په ځواب کې یې د اسرایلو پر سویلي ښارونو توغندي توغولي دي.
په همدې حال کې د اسرایلو فوځ ویلي چې ددوی پر لور نږدې ۱۰ توغندي ویشتل شوي چې ډېری یې شنډ کړای شوي دي.
ددغه هېواد ۱۲ ټلویزیوني شبکې منلي چې د یاد هېواد په سویلي اشکیلون ښار باندې توغندي لګېدلي دي.
د اسرایلو د بېړنیو خدمتونو ادارې خبر ورکړی چې ددغه توغندیزو بریدونو له امله یو تن چې د توغندیو د ټوټو له امله ټپي شوی دی دوی یې بېړنۍ درملنه کوي.
ددغه ادارې له خوا په خپره شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سړک د غاړې موټرې د توغندیو د لګېدو له امله ویجاړ شوي دي.
پر اسرایلو ددغه توغندیزو بریدونو څخه څو شېبې وروسته د اسرایلو فوځ پر اېکس پاڼه لیکلي چې د غزې مرکزي سیمې دیارالبلاح اوسېدونکو د خپلو کورونو د پرېښودلو ویلي دي.