ایران له اسرایلو سره د جګړو د ډېرېدو له امله د هرمز تنګي د بندېدو خبر ورکړی

ګد ایراني رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د ایران او اسرایلو ترمنځ د نښتو د ډېرېدو له امله تهران د هرمز تنګي د احتمالي بندېدو خبر ورکړی دی.
د ایران د پارلمان یوه غړي اسماعیل کوثري له دولتي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې "چارواکي دا موضوع په جدي توګه ارزوي" او دا کار کولی شي چې د نړۍوالو تېلو تجارت سخت خراب کړي.
ایران دا پرېکړه وروسته له هغې اعلانوي چې د اسرایلو په هوایې بریدونو کې د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه شول او ورسره هم مهاله په ملګرو ملتونو کې ایراني استازي د ۷۸ کسانو د وژل کېدو او ۳۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
یو شمېر د سیاسي چارو شنونکو ویلي چې د ایران له لوري د هرمز تنګي د بندېدو خبر د جګړې په جدیت دلالت کوي که څه هم دا ګواښ د جګړې د مخنیوي هڅه ده خو دا ډول اقدامات کولی شي چې د نړۍوال تجارت او انرژۍ خوندیتوب ته لوی ګواښ پېښ کړي.
شنونکو ویلي د هرمز تنګي له بندېدلو سره به د تېلو بیې پورته لاړې شي او نړۍوال بازار به ورسره ډېر بې ثباته شي.
باید وویل شي چې هرمز تنګی یو له مهمو سمندري لارو څخه دی چې هره ورځ له دې لارې له ۱۷ میلیونو بیلرونو ډېر تېل انتقالېږي.