پولنډ او چک جمهوریت له اسرایلو د خپلو وګړو د ویستلو پلان اعلان کړی

June 17, 25 Bilal ahmad Meerani

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د ایران او اسرایلو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي د ډېرېدو او په اسرایلو کې د خطر زنګ وهلو له امله پولنډ او چک جمهوریت له یاد هېواده د خپلو وګړو ویستلو پلان اعلان کړی دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خپل لږ تر لږه ۲۰۰ هغه وګړي یې چې په اسرایلو کې ژوند کوي د بسونو له لارې لومړی اردن ته او له هغه ځایه بیا وارسا ته د الوتکو له لارې انتقالوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې "هنریکا موشڅیکا-دېنډیس" ویلي چې د ویستلو په دغه لړۍ کې به په اسرایلو کې سېلانیان او لنډ مهالي اوسېدونکي پولنډیان شامل وي او عملیات به ژر تر ژره پیل شي.

په همدې حال کې چک جمهوریت هم په اسرایلو کې خپلو مېشتو وګړو ته د یاد هېواد د پرېښودلو امر کړی او ویلي یې دې چې له دغه هېواد د وتلو لپاره دې له سفارت سره په اړیکه کې شي.

په راپورونو کې راغلي چې د یاد هېواد لږ تر لږه ۷۰ تنه وګړي لا وار د مخه له اسرایلو څخه ګاونډیو هېوادونو ته لېږل شوي دي.

په اسرایلو کې د چک جمهوریت سفیرې "ورونیکا کوخینوفا شمیګولووا" ویلي چې له اسرایلو د چک جمهوریت د وګړو د ویستلو په لومړۍ الوتنه کې به ښځو او ماشومانو ته حق ورکوي.

پولنډ او چک جمهوریت له اسرایلو د خپلو وګړو د ویستلو خبر په داسې حال کې ورکړی چې اسرایلي ځواکونو د جون په ۱۳ مه د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه ترسره کړل چې د ایران لخوا هم سخت غبرګون وښودل شو او توغندیز بریدونه یې پیل کړل.

د یادونې وړ ده چې د تېرې یکشنبې تر ماښامه د دواړو لورو ترمنځ په نښته کې ۱۴ تنه اسرایلیان او ۲۲۴ تنه ایرانيان وژل شوي دي.