د ایران او اسرا... ج.ګړه؛ د چین ولسمشر په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه ښودلې

June 18, 25 Bilal ahmad Meerani

د راپورونو له مخې د چین ولسمشر شې جینګ پینګ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې اقدام وشي څو د نورو شخړو مخنیوی وشي.

ولسمشر پینګ پرون ورځ "سه شنبه، د جون ۱۷ مه" په قزاقستان کې د استانې په غونډه کې دا وضعیت "ژور اندېښمنوونکی" بللی او ټینګار یې کړی چې بیجینګ د هغو اقداماتو مخالف دی چې د نورو هېوادونو حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته تاوان رسوي.

نوموړي په دغه غونډه کې د خبرو پرمهال په شخړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د شخړې د شدت د راکمولو لپاره دې بېړني او جدي ګامونه واخلي ترڅو د حالاتو له خرابېدو څخه مخنیوی وشي.

هغه ویلي ژر تر ژره دې قاطع او مؤثر اقدامات ترسره شي ترڅو د سیمه ییزې پراخې جګړې مخنیوی وشي.

شي جینګ پینګ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له اسرا... او ایران خاورې د خپلو وګړو د ویستلو پروسه پیل کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران او اسرا... ترمنځ روانې ج.ګړې سخت زور اخیستی، یو پر بل توغندیز بری.دونه ترسره کوي، اسرا... د ایراني نفوذ د ختمولو لپاره نړۍوال ملاتړ ترلاسه کول غواړي او ایران بیا وایې که یې ګټې له ګواښ سره مخ شي سخت غبرګون به وښیې.