له ایرانه د چینایې وګړو وتل؛ لومړۍ ډله یې ترکمنستان هېواد ته لېږل شوې

د چین دولتي اژانس خبر ورکړی چې په ایران کې د دغه هېواد د مېشتو وګړو د ویستلو پروسه یې پیل کړې ده او پرون ورځ "سه شنبه، د جون ۱۷مه" یې لومړۍ ډله له تهرانه ترکمنستان ته په ځمکني ډول لېږدول شوي دي.
راپور کې راغلي چې چین هېواد دا پرېکړه په ایران کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د خپلو وګړو د امنیت د خوندي کولو لپاره کړې ده.
سرچینو له ایرانه د وتلو چینایې وګړو دقیق ارقام نه دي ښودلي خو ویل شوي چې دا عملیات د چین او ایران د ډیپلوماتیکو او امنیتي ادارو د ګډو هڅو په پایله کې ترسره شوي دي.
په همدې حال کې د امریکا، جرمني او جاپان هېوادونو په ګډون یو شمېر بېلابېلو هېوادونو خپل وګړي ایران ته له سفر کولو څخه منع کړي دي.