راشدخان د تېرو ۲۵ کالنو د شل اووریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو په ډله کې لومړی مقام خپل کړی

May 27, 25 The Afghan Press

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اورویزو لوبو لوبډل‌مشر راشد خان د تېرو ۲۵ کلنو د شل اووریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو په ډله کې لومړۍ مقام تر لاسه کړی دی.
د کرکټ مشهورې ویب‌پاڼې (کرک انفو) د یوې څېړنیزې پروسې له مخې د ۲۰۰۰ څخه ۲۰۲۵ کال پورې د شل اووریزو سیالیو ۲۵ غوره لوبغاړي په ګوته کړي چې راشدخان په‌کې په لومړی مقام دی.
کرک‌انفو د راشد خان د ۲۰ اووریزو سیالیو کیریر تحلیل کړی، د لوبو په ګټلو کې یې د نوموړي اغیز او په لیګونو کې یې د هغه لوبېدل څېړلي او دغه راز یې د کرکټ له نوموتو لیګ‌بریکرانو سره د هغه توپ‌اچونه مقایسه کړې ده.
په دې اړه د کرک‌انفو په خپاره کړي راپور کې د ۲۰ اووریزو لوبو د ۲۵ مخکښ لوبغاړو نومونه راغلي چې یوازې پنځه یې متخصص توپ‌اچوونکي دي او راشدخان له دې ډلې د وړتیا او ریکارډونو درلودلو پر اساس لومړی مقام ته غوره شوی دی.
راپور کې د راشدخان د توپ‌اچونې په ځانګړتیاو بېلابېلې تبصرې شوې او د نوموړي توپ‌اچونه یې د پاکستاني عبدالقادر، اسټرالیاوي شین وارن او هندي انیل کمبلی سره مقایسه کړې ده.
 د سرعت له مخې یې د راشد خان مقایسه بیا د پاکستاني شاهد افریدي، ویسټ‌انډیزي سمیول بدري او افریقايي عمران طاهر سره کړې ده.
دوی ویلي، د راشد د توپ‌اچونې سټرایک له ۱۷ کم دی، یعنې له هرو ۱۷ توپونو مخکې یې یوه وېکټ اخیستې او د توپ‌اچونې ایکانومي یې له اووه کمه ده، یعنې هر اوور کې یې له اووه کمې منډې ورکړې دي.
راشدخان چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل‌اووریزو لوبو لوبډلمشر هم دی، اوسمهال د هندوستان په شل‌اووریز سوداګریز لیګ (آي‌پي‌ایل) کې د ګجرات‌ ټایټنز لوبډلې په ګټه لوبه کوی.