د افغانستان ورزشي خبریالان: د ورزشي فدراسیون تېره رهبري نه منو؛ ټاکنې باید له سره وشي

په هېواد کې مېشت ورزشي خبریالان په ټینګار سره وایي، د ورزشي خبریالانو فدراسیون د پخوانۍ رهبري قانوني موده پوره شوې او د نوې رهبري لپاره یې باید له سره ټاکنې وشي.
د دوی په خبره، پخوانۍ رهبري په هېواد کې دننه له ورزشي خبریالانو، حکومت او ورزشي ادارو سره هیڅ ډول همغږي نه لري، او دا مشران په بهر کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو له نوم ګټه پورته کوي.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو راټولوونکی او خبریال «سیدعمر سهار» وايي چې ډېر ژر به له سره ټاکنې وکړي او د دغه فدراسیون لپاره به نوې رهبري وټاکل شي.
ورزشي خبریالان ټینګار کوي چې له نن وروسته هیڅوک په افغانستان کې د اوسنیو فعالو رسنیو د ورزشي خبریالانو استازی نه دی او نه هم له هېواد څخه بهر د استازولۍ دعوه کولی شي.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د رهبرۍ لپاره ټاکنې په ۲۰۲۰ کې شوې وې، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې یې قانوني موده پوره شوې ده.