د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډله نهم مقام ته تللې

June 01, 25 Bilal ahmad Meerani

د کرکټ د نړۍوالې شورا"ICC"لخوا د شل اوريزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د یوه مقام په پرمختګ سره نهم ځای خپل کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا دغه درجه بندې پرون ورځ ترسره کړې چې افغان ملي لوبډله پکې په نهم مقام کې اعلان شوې ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له دې مخکې په لسم مقام او د بنګله دېش لوبډله په نهم مقام کې وه چې د تازه بندۍ سره افغان لوبډلې بنګله دېشۍ لوبډله لسم مقام ته غورځولې او خپله یې نهم مقام خپل کړی دی.

په دغه تازه درجه بندۍ کې هند لومړی، استرالیا دویم او انګلستان دریم ځای خپل کړی دی.

باید وویل شي چې افغان لوبډله په یو ورځینیو لوبو کې اووم او په ټیسټ لوبو کې یوولسم مقام له ځانه سره لري.