شپږ افغان لوبغاړي د ټور اذربایجان په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

May 24, 25 The Afghan Press

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه توب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسلکي مرستیال خواجه فرهاد ویلي چې شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه توب د (ټور اذربایجان) په نړیوالو سیالیو کې چې ټاکل شوې روانه اونۍ پيل شي ګډون کوي.

نوموړي وویل، دغو سیالیو کې به لوبغاړي ۹۰۰ کیلو متره واټن په پنځو ورځو کې ووهي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د روانې غبرګولي میاشتې په شپږمه د ایران په تبریز ښار کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.