د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټی سبا له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي

May 08, 25 Bilal ahmad Meerani

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټي د PPBA سازمان په چوکاټ کې سبا د جمعې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي.


دغه لوبه سبا ماذیګر شپږ بجې د پښتونخوا په پېښور ښار کې ترسره کیږي.


هغه وویل، دغه لوبه د PPBA سازمان په چوکاټ کې په ۶۶ کیلو ګرامه وزن کې ترسره کیږي.


شاهد خروټي له دې وړاندې په دوو وروستیو لوبو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده او په خبره یې چې سبانۍ لوبې ته یې هم بشړ چمتووالی نیولی دی.


د نوموړي په خبره، د هغه سیال بیا په خپلو دوو وروستیو لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې بایللې ده.


خروټي له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د لوبې د بریا لپاره یې دعاګانې وکړي.