کابل کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مارکیټ جوړېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې مربوطاتو د منډیې سیمه کې د خصوصي سکټور په لګښت د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د "بیهقي" په نوم یو سوداګریز مارکیټ جوړېږي.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه مارکیټ د جوړولو هوکړه له فقیر محمد رحماني رغنیز شرکت سره شوې ده.
خبرپاڼې وړاندې لیکلي دغه مارکیټ چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې جوړېږي ځمکه یې د مالیې او اطلاعاتو او کلتور وزارت ګډ جایداد دی.
د سرچینو د مالوماتو په اساس دغه مارکیټ ۸۰۲ متره مربع مساحت لري چې پر جوړولو یې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
سرچینې همداراز ویلي دغه مارکیټ د محمد فقیر رحماني رغنیز شرکت له لوري د ۳۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د یوه کال په موده کې د دوو پوړونو په لرلو سره جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې د "بیهقي" مارکیټ ۶۰ سلنه ګټه به سرپرست حکومت او ۴۰ سلنه ګټه به یې یاد شرکت ته ورکول شي چې د اتو کلونو لپاره په قرارداد ورکول شوی دی.