د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایې تېر کال کې یې له ۱۳ میلیونه ډېرو خلکو ته اړین خدمات وړاندې کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پخپل کلني راپور کې ویلي چې تېر زېږدیز کال کې یې ټول هېواد کې ۱۳,۷میلیونه کسانو ته اړین روغتیایې خدمتونه وړاندې کړي چې ۷۸ سلنه یې افغان نجونې او ښځې وې.
دغه صندوق خبر ورکړی چې یاده اندازه خدمتونه یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خدمت رسونې د ۹۹۵ مرکزونو او ۱۸ پلي شریکانو پر ملتیا تر مالومو سیمو رسولي دي.
د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې روغتیایې خدماتو د وړ خلکو کچه د تېرکال په پرتله ۴۸ سلنه ډېره شوې ده.
د افغانستان لپاره د دې صندوق استازي کوابیتا سانټي انټیامو وایې افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د دې صندوق له لارې د مرستو ترلاسه کوونکو شمېر ۱۳,۷ میلیونه کسانو ته رسېدلی و چې ډېره برخه یې ښځې او نجونې وې.
یاد صندوق ویلي په ۲۰۲۴ کال کې د تېر ۲۰۲۳ کال په پرتله ۴۸ سلنه ډېرښت راغلی خو د دغه سازمان مرستې به لا هم دوام ولري او خلکو ته ژمن دی.
دغه صندوق ویلي چې له ګڼ شمېر ستونزو سره سره به د افغان ښځو او نجونو لپاره خپلو خدماتو ته ادامه ورکوي.
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوالو د هېواد په لري پرتو سیمو کې د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په داسې حال کې دا خبر ورکړی چې څه موده وړاندې د روغتیا د نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر نړۍوالو بنسټونو ویلي و چې د روان کال په اوږدو کې به یو شمېر روغتیایې مرکزونه بند او د جون میاشتې تر وروستیو به په روغتیایې خدماتو کې ۸۰ سلنه کموالی راشي.