هېواد کې نږدې څلور میلیونه غصب شوې ځمکه بیرته راګرځول شوې

May 15, 25 Bilal ahmad Meerani

د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي غزني ته د سفر پر مهال ویلي چې تر اوسه یې په ټول هېواد کې درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بیرته را ګرځولې ده.

شرعي ویلي د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېسیون له جوړېدو تر دې وخته درې میلیونه او ۹۰۰ جریبه دولتي ځمکه بیرته راګرځول شوې او میلیونه نوره دولتي ځمکه د دوی تر څار لاندې ده تر څو هغه هم بیرته راوګرځول شي.

د نوموړي پر وینا له غصب څخه راګرځول شوې ځمکې د بېلابېلو کړنلارو له مخې سوداګرو، صنعت کارانو، بزګرانو، عامو خلکو او بې وزلانو ته ویشل شوې دې.

د عدلیې وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي د ځمکو د غصب په موضوع کې تر ډېره د زورواکو او فسادګرو خلکو لاس وي خو پر وینا یې چې سرپرست حکومت پرته له دې چې د دوی دندو او چوکیو ته وګوري مخه یې نیسي. 

په دغه سفر کې د عدلیې د سرپرست وزیر سربېره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، د سرحداتو او قبایلو وزارت معین، د اداري چارو عمومي ریئس، د سترې محکمې استازي او د سرپرست حکومت د عمومي قضیې استازي هم ګډون درلود.

په همدې حال کې د غزني والي عبدالصمد جاوید ویلي چې په یاد ولایت کې اوس هم سلګونه زره جریبه غصب شوې ځمکه وجود لري او پر وینا یې چې نږدې ۱۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه ثبت او ۴۰ زره جریبه نوره ځمکه له ثبتولو وروسته بیرته د سرپرست حکومت لاس ته ورغلې ده.

د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت مشرتابه د ۱۴۰۱ کال د مېزان میاشتې په ۳۰ مه نېټه د غصب شویو ځمکو د ثبتولو او د هغوئ د لاسته راوړلو لپاره لایحه توشیح کړه چې له مخې یې تر اوسه درې میلیونه او ۹۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بیرته راګرځول شوې ده.