تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه هېواد ته له ۱۲۸ زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي

May 15, 25 Bilal ahmad Meerani

د کډوالو نړۍوال سازمان"IOM" خبر ورکړی چې په تېرو ۴۲ ورځو ڪې افغانستان ته له پاکستانه له ۱۲۸ زرو ډېر افغان کډوال لېږل شوي دي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغان کډوال له اپرېل میاشتې نیولې د مۍ تر ۱۲ تاریخه له پاکستانه افغانستان ته را اړول شوي دي.

پر اېکس وړاندې لیکل شوي چې په دې ۱۲۸ زره افغانانو کې ګڼ شمېر یې په زور له پاکستانه ویستل شوي دي.

سرچینې ویلي دوی له ۶۸ زره افغان کډوالو سره د سرپنا، روغتیا، خوړو او نورو برخو کې مرسته کړې وه.

له پاکستانه د افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل د روان کال د مارچ میاشتې په ۳۱ تاریخ پای ورسېد؛ چې اوسمهال هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال بیرته هېواد ته را اړول کېږي.

باید وویل شي چې د کډوالو نړۍوال سازمان د غویې په شپاړسمه نېټه د راستنو شوو افغانانو د حالت د ښه والي لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.