روان کال کې ۷۸۰ زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو بیرته افغانستان ته رالېږل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) خبر ورکړی چې روان ۱۴۰۴ کال کې له بېلابېلو هېوادونو ۷۸۰ زره افغان کډوال بیرته هېواد ته را اړول شوي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ۷۸۰ زره راستنو شوو افغانانو له ډلې ۳۵۰ زره یې هغه هېوادوال دي چې له نورو هېوادونو څخه په جبري توګه را ویستل شوي دي.
دغه ادارې پرون ورځ(سه شنبه، د غویې ۳۰)تاریخ پر اېکس پاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال په داسې حال کې افغانستان ته ستانه شوي دي چې یاد هېواد کې له نیمایې ډېر نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دې چې د بودیجې د کموالي له امله یواځې هغو وګړو ته بشري مرستې رسولی شي چې هغوئ ورته بېړنۍ اړتیا لري او د دوی پر وینا دا مرستې هم لنډ مهالې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ (UNCHR) په دغه برخه کې له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د حالت د ښه کېدلو لپاره دې له یاد هېواد سره سیاسي او مالي مرستې نه ځنډوي.
باید وویل شي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې را په دېخوا تر دې مهاله له بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو له درې میلیونو ډېر افعان کډوال بیرته افغانستان ته اړول شوي دي.