بلوچستان کې وسله‌والو پنځه پولیس تښتولي او د ودانیو سوځولو ترڅنګ یې خپل بندیان هم خوشي کړي

May 05, 25 Bilal ahmad Meerani

د راپورونو په اساس د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو پنځه پوځیان له ځان سره تښتولي او د بندیانو د خوشي کولو تر څنګ یې ګڼ شمېر ودانۍ هم سوځولې دي.

د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې په دغه برید کې د وسله والو لخوا پنځه تنه پاکستاني پوځیان تښتول شوي او لس تنه بندیان یې ازاد کړي دي.

دغه پېښه د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې په یوه زندان د برید کولو په پایله کې رامنځته شوې ده.

د راپورنو په اساس له دې پېښې سره هم مهاله د کوټي-کراچۍ لار هم د ۱۲ تنه وسله والو لخوا تړل شوې وه او له دې مخکې هم وسله والو د نشنل بانک، نادرا دفتر او نورو ودانیو ته اور اچولی وو.

ددغه برید مسوولیت په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې منلی او له برید څخه څو شېبې وروسته یې په یوه خبرپاڼه کې د تښتول شوو سرتېرو انځورونه خپاره کړي او پاکستاني حکومت ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبرداری ورکړی دی.

باید وویل شي چې د پاکستان حکومت تر اوسه ددغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.