پر یمن د اسرایلو د بریدونو له امله ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو په اساس اسرایلي ځواکونو وروسته له هغې چې حوثیانو د یاد هېواد پر ګوریون هوایې ډګر برید ترسره کړ د اسرایلیانو ۳۰ جنګي جټ الوتکو یاد هېواد کې بمبارې ترسره کړه چې پکې دوه تنه مړه او ۴۲ نور ټپیان شول.
راپورونو کې راغلي دغه بریدونه چې له اسرایلو سره پکې د امریکا همغږي هم موجوده وه د دوشنبې پر ماښام د حوثیانو په ځانګړو مرکزونو او په ځانګړې توګه پر حدیده بندر ترسره شوي چې پکې پر یاده سیمه ۴۸ بمونه توغول شوي دي.
د اسرایلو ددغه بریدونو له امله دوه تنه یمني وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د یمن رسنیو خبر ورکړی چې له دغه بریدونو سره هم مهاله امریکایې ځواکونو هم په الحدیده او صنعا ښارونو هوایې بریدونه ترسره کړي دي.
د ځینو نړۍوالو رسنیو د مالوماتو له مخې د اسرایلو په دغه بریدونو کې د یمن د الحدید ښار تر څنګ د نفتو یوه کار خونه او لس فوځي اهداف هم په بمونو ویشتل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې اسرایلي ځواکونه دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کوي چې څو ورځې وړاندې د حوثیانو ډلې لخوا د یاد هېواد پر ګوریون هوایې ډګر برید ترسره شوی و خو پکې کوم چاته زیان نه و اوښتی.