غزه کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي

May 20, 25 Bilal ahmad Meerani

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرایلي ځواکونو له لوري د غزې پر خان یونس سیمه هوایې بریدونه ترسره شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه عام خلک وژل شوي دي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې اسرایلو دغه بریدونه نن سهار ترسره کړي دي چې ورسره د ناصر روغتون هم په نښه شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو په اساس اسرایلو په جنوبي غزه کې پخپلو ځمکنیو عملیاتو کې هم ډېروالی راوړی دی.

باید وویل شي چې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له پیله تر اوسه غزه کې ۵۳ زره او ۳۳۹ تنه فلسطینیان وژل شوي او له ۱۲۱ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.