بلوچستان کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

May 20, 25 Bilal ahmad Meerani

د راپورونو په اساس بلوچستان کې د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

مشال راډیو راپور ورکړی چې یاده چاودنه پرون ورځ د غویي ۲۹مه د بلوچستان د کلا عبدالله په ګلستان سیمه کې د سرحدي ځواکونو یوه مرکز ته نږدې رامنځته شوې چې پکې ۱۱ تنه ټپیان او درې نور وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه چاودنه کې هیڅ کوم پولیس ته زیان نه دی رسېدلی او ۱۴ تنه قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.

د یادونې ده چې تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.