ټرمپ: د يهودانو وژنې دې سمدستي بندې‌ شي

May 22, 25 Bilal ahmad Meerani

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې چې په واشنګټن ډې سې کې د اسرایلو د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شو ویلي چې د ی.ه.ودانو ضد وژنې باید زر پای ته ورسېږي.

ټرمپ پر ټولنیزه شبکه "ټروټ" په واشنګټن کې دغه وژنې وحشتناکې بللې او ویلي یې دې چې دا وژنې په ښکاره توګه د ی.ه.ودانو ضد هڅونې دې او باید زر پای ته ورسېږي نوموړي همداراز ویلي چې کرکه او بنسټ پالنه په امریکا کې شتون کې نه لري.

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دې چې تېره ورځ په واشنګټن ډې سې کې د اسرایلو سفارت دوه کار کوونکي پر ډزو ووژل شول.

د یادونې ده چې د دغه برید په تړاو یو تن نیول شوی دی.