خواجه اصف: بلوچ ازادي غوښتونکي د هند اجيره ډله ده

May 22, 25 Bilal ahmad Meerani

د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف ادعا کړې ده چې د دغه هېواد خلاف جنګېدونکي بلوچ ازادي غوښتونکې ډله د هند په مالي ملاتړ له دوی سره جګړه کوي.


نوموړي دغه راز زياته کړې ده چې پاکستان کې د وينې تويولو مسؤليت هم د همدې ډلې پر غاړه دی او ډېر ژر به يې ثابته کړي چې دوی د هند ملاتړ له ځان سره لري‌.

دغه څرګندونې داسې مهال کيږي چې تر دې وړاندې د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي تور پورې کړی وو او ويلي وو افغانستان د پاکستان خلاف تره.ګ.ر.و ته پټنځايونه ورکړي دي، هغه چې سرپرست حکومت رد کړي دي.