انتونیو ګوتریش د امریکا لخوا پر ایران ترسره شوی بری.د د نړۍوالې سولې امنیت لپاره مستقیم ګواښ بللی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن ورځ"یکشنبه، د سرطان لومړۍ نېټه" پر ایران د امریکا لخوا ترسره شوي ب،،رید ته ژوره اندېښنه ښودلې او د دې سازمان له غړو هېوادونو یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش ویلي «يو مخ په زياتېدو خطر شته چې دا نښته ژر تر ژره له کنټروله ووځي.»
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت ټولنیزه شبکه لیکلي چې د هېواد هوایې ځواکونو یې د ایران پر اټوم.ي تاسیساتو مستقیم ب.ریدونه ترسره کړي دي.
ټرمپ لیکلي «موږ پر درېيو اټومي تاسيساتو—فردو، نطنز او اصفهان—يو ډېر بريالی بريد کړی دی.»
هغه همداراز ویلي «اوس زموږ ټولې الوتکې د ايران له فضايي حريم څخه وتلي دي.»
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا دغه بری-د د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل بللی او ویلي یې دي چې دا ډول ب-ریدونه به دوامداره پایلې ولري.
عراقچي ویلي چې د هېواد د دفاع لپاره یې ټول انتخابونه په ځای ساتلي دي.
د یادونې وړ ده چې د امریکایې ځواکونو لخوا نن د ایران پر درې اټومي تاسیساتو " نطنز، اصفهان او فردو" له B-2 الوتکو د بمب افکن ځمکه کې د ننوتلو وړتیا لرونکي بمونو غورځول شوي دي.