د ایران او اسرا... ترمنځ په ۱۲ ورځینۍ ج.ګړه کې دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي

June 26, 25 Bilal ahmad Meerani

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران او اسرا... ترمنځ د ۱۲ ورځینۍ ج.ګړې له امله ۶۰۶ تنه ایرانیان وژل شوي او پنځه زره او ۳۳۲ تنه نور زخمیان شوي دي.

همدارنګه د ډیو چویله په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۸ تنه اسرا...یلیان وژل شوي او د درې زره ۲۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ج.ګړه د جوزا په ۲۳ مه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې اسرا...ایلي ځواکونو د ایران پر اټومي تاسیساتو هوایې بریدونه ترسره کړل.

د تسنیم خبري اژانس په راپور کې راغلي چې د ایران پوځ له لوري پر اسرا... ۵۵۰ بالیستیک توغندي او نږدې ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې توغول شوې دي.

خو بل خوا ډیو چوېلې د اسرا...یلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه توغندیو ډېری برخه یې د یاد هېواد د دفاعي سیستم له لوري له منځه وړل شوي دي.