عراقچي: د ایران او اسرا... ترمنځ د اوربند کولو هیڅ کومه هوکړه نشته

June 24, 25 Bilal ahmad Meerani

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو په اړه چې پکې د ایران او اسرا... ترمنځ د اوربند د هوکړې خبره شوې وه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هیڅ کومه هوکړه نه ده شوې.

عراقچي ویلي هېواد یې یواځې هغه وخت خپل ځوابي بریدونه ودروي چې اسرا...یلي ځواکونه د سهار تر څلورو بجو خپل بری.دونه بند کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسرا... ترمنځ د اوربند د هوکړې خبر د شپې یوه نیمه بجه په ټروټ ټولنیزه شبکه خپور کړی وو او پکې لیکل شوي وو چې د ایران او اسرا... ترمنځ به د اوربند هوکړه په راتلونکو څو ساعتونو کې پلي شي.

ټرمپ لیکلي وو «ټولو ته مبارک! لکه څنګه چې اسرائیل او ایران په بشپړ ډول پرې موافقه کړې، د دواړو خواوو ترمنځ به یو بشپړ اوربند (له شاوخوا شپږو ساعتونو وروسته) پیل شي چې ورسره به جګړه کمه او په بشپړ ډول ختمه شي.»

نوموړي وړاندې لیکلي چې  «ایران به په رسمي توګه د اوربند پيلوونکی وي او اسرائیل به هم د ۱۲ ساعتونو په اوږدو کې اوربند پیل کړي، په پایله کې به د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ مخاصمه پای ته ورسېږي.»

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا د ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې پخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ایران او اسرا... ترمنځ د جګ.ړې پیل ایران نه بلکې؛ اسرا... کړی وو.

عراقچي ویلي «اوس مهال د اوربند یا د عملیاتو د درېدو په اړه هيڅ هوکړه نشته، په دې شرط چې د اسرائیل رژیم د ایران د خلکو پر وړاندې خپل ناقانونه یرغل د سهار تر ۴ بجو ودروي، موږ هم د ځواب ورکولو کومه اراده نه لرو.»

هغه پخپلو خبرو کې یادونه کړې چې د ایران او اسرا... ترمنځ د سولې هوکړې او د جګ.ړې د ودرولو لپاره به وروسته پرېکړه اعلان شي.

باید وویل شي چې د ایران او اسرا... ترمنځ روانه جګ.ړه دولسمې ورځې ته غځېدلې چې تر دې دمه دواړو خواوو د درنې مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.