پر ایران د امریکا بری.د؛ د اوټ ومي انرژۍ نړۍوال اژانس د بېړنۍ غونډې جوړولو خبر ورکړی

June 23, 25 Bilal ahmad Meerani

د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس "IAEA" خبر ورکړی چې د امریکا لخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د هوایې بری،دونو له امله به نن ورځ " دوشنبه، د جون ۲۳ مه" بېړنۍ ناسته ترسره کړي.

د دغه ادارې په وروستي راپور کې راغلي چې امریکایې ځواکونو د ایران په خاوره کې د یاد هېواد پر درې اټوم،ي تاسیساتو نطنز، فردو او اصفهان د شپې لخوا ب،ریدونه ترسره کړي دي.

د اټوم.ي انرژۍ نړۍوال اژانس ویلي چې په یادو بری.دونو کې تر اوسه د کوم ډول شعاوو یا ککړتیا د خپرېدو څرک نه دی لیدل شوی خو د دوی څېړنې لا هم دوام لري.

په همدې حال کې د ایران د اټوم.ي انرژۍ مشر محمد اسلامي د دې بری.دونو غندنه کړي او له یادې ادارې یې د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي له پرس ټلویزیون سره د خبرو پر مهال له IAEA ادارې غوښتي چې د امریکا دا بری.د دې له نړۍوالو اصولو سرغړونه وبولي او په رسمي توګه دې د دې برید غندنه وکړي.

د راپورونو په اساس امریکایې ځواکونو د ایران له ځمکې لاندې تاسیساتو د له منځه وړلو لپاره ځانګړي بمونه کارولي دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د فردو تاسیسات یې له منځه وړي؛ خو ایراني چارواکو د ټرمپ ادعا رد کړې او ویلي یې دې چې کوم مهم زیان نه دی ورته اوښتی.