واسیلي نبنزیا: پر ایران د امریکا او اسرا... بری.دونه د نړۍوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی

June 23, 25 Bilal ahmad Meerani

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې دامریکا او اسرا...یلو له نړۍوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی.

نبنزیا ویلي «موږ د امریکا دا غیرمسؤلانه او پاروونکی اقدام چې د ایران پر ضد یې ترسره کړی، په کلکه غندو.»

نوموړي په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه پر ایران د امریکا د بر.یدونو د غندلو جرات نشي کولي.

هغه پخپلو خبرو کې ویلي چې امریکا د ډیپلوماسۍ اړیکو ته هیڅ رقم ارزښت نه ورکوي.

واسیلي نبنزیا زیاته کړې چې «اسرائیل تر اوسه د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون (NPT) سره نه دی یوځای شوی، پداسې حال کې چې ایران د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس تر سختو څارنو لاندې دی.»