د اسرا... په تازه بریدونو کې د ایران د اټومي انرژۍ یو کار پوه وژل شوی

د راپورونو په اساس د ایران او اسرا.. د ج.ګړې په ۱۲ مه ورځ او په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر د دغه هېوادونو ترمنځ د اوربند کولو ادعا کړې وه خو اسرا...یلي ځواکونو د ایران د اټومي انرژۍ یو کار پو محمد رضا صدیقي صابر او یو شمېر نور مهم ایراني شخصیتونه و..وژل.
ایراني رسنیو منلي چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ یو تن کار پو محمد رضا صدیقي صابر نن ورځ " سه شنبه، د جون ۲۴مه" په ګیلان کې د خپل پلار په کور کې د اسرا...یلي جنګ.ي الوتکې په بري.دونو کې وژل شوی دی.
دغه بري.د چې د صدیقي صابر د وژل کېدو سربېره یې د هغه د پلار کور په بشپړه توګه له منځه وړی د اسرا... د " د زمري د راپورته کېدو" په نوم د عملیاتو یوه برخه بلل شوې چې اټومي تاسیسات، پوځي اډې او مشهور ایراني شخصیتونه پکې وژل شوي دي.
د اسرا...یلو پوځ تر اوسه د هغو ایراني شخصیتونو په اړه څه نه دي ویلي چې د تېرې شپې په بري.دونو کې وژ..ل شوي دي او ایراني چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا بري.دونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د اوربند ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې د ایران او اسرا... ترمنځ ج.ګړه نوره پای ته رسېدلې ده.
باید وویل شي چې اسرا...یلي ځواکونو څه موده وړاندې په تهران کې د صدیقي صابر پر کور بري.د ترسره کړ چې له امله یې د نوموړي یو ۱۷ کلن ځوی ووژ...ل شو.