سپينه ماڼۍ: په غزه کې د يرغمل شويو د خلاصون يوازينۍ لار اوربند دی

د اکسیوس د ورکړل شوي راپور په اساس امريکايي او اسرايلي چارواکي به د امريکا د استخباراتو د ادارې د مشر بیل برنز به راتلونکې سه شنبه د مصر، اسرايلو او قطري چارواکو سره خبرې اترې پيل کړي.
دی به همداراز په غزه کې د حماس لخوا د يرغمل شويو د خلاصون لپاره قاهرې ته سفر وکړي.
راپور زياتوي، برنز بايډن د اوربند او جګړې د پای ته رسولو په موخه استوي.
وايي، دی به په مصري او قطري چارواکيو فشار راوړی ترڅو يرغمل شوي خوشې کړي.
سپينه ماڼۍ د اوربند لامل د دواړو لوريو له اړخه د یرغمل شويو خلاصون ګني.
د امريکا ولسمشر جوبایډن هم ويلي، د يرغمل شويو د خلاصون لپاره به هڅې ګړندۍ کړي.