د پنجشېر لوړو زدهکړو موسسې لپاره د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت خوړنځای جوړېږي

لوړو زدهکړو وزارت خبر ورکړی چې د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسه کې د خوړنځای لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو په موخه یې ۹۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه په امر پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه کې د خوړنځای د ودانۍ جوړولو لپاره یې ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې کړې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه وداني د زر تنو محصلینو د اوسېدلو ظرفیت لري چې په ودانېدو سره به یې د محصلینو ګڼ شمېر ستونزې هوارې شي.