د امریکا لخوا د لس سلنه تعرفې لګولو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت غبرګون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا له لوري د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ته په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دغه پرېکړې تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو، لاسي صنایعو، وړو کاروبارونو او ښځینه سوداګرو ته زیان اړولی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امریکا غوښتي چې له افغانستان سره د صادراتو او سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې له مرستندوی او رغونکي دریځ څخه کار واخلي ترڅو افغانستان هم وکولای شي چې په نړۍوال تجارت کې اغېزناکه رول ولوبوي.