غزني کې پر نشه یې توکو د اخته ښځو لپاره روغتون جوړ شوی

د غزني د ځایې مسوولانو په وینا د یاد ولایت په مرکز کې پر نشه یې توکو د روږدو ښځو لپاره یو تخصصي روغتون جوړ شوی چې ۱۲۰ زره امریکایې ډالر لګښت ورباندې راغلی دی او د ۲۰ بسترونو درلودونکی دی.
غزني کې پر دې همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا معین بخت الرحمان شرافت ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دا ډول روغتونونو د جوړولو لپاره د یاد وزارت له لوري شپږ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
شرافت ویلي په غزني کې پر نشه یې توکو د روږدو ښځو لپاره د ځانګړي روغتون جوړول لومړی ځل دی او له دې وړاندې په دغه برخه کې د ښځو لپاره کوم ځانګړي روغتون شتون نه درلود.
په همدې حال د غزني د عامې روغتیا ریئس ډاکټر محمد زیرک زیرک ویلي دغه روغتون چې ۱۲۰ زره امریکایې ډالر لګښت ورباندې شوی د روغتیا او پرمختګ(YHDO) موسسې په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د زیرک په وینا په دغه روغتون کې به د غزني د روږدو ښځو سربېره د ګاونډیو ولایتونو د روږدو ښځو درملنه هم ترسره کوي.
نوموړي ویلي ددغه روغتون له داخلي ډاکټرانو نیولي تر نرسانو او روان پوهانو پوري ټول کارکوونکي به ښځینه وي.
زیرک همداراز ویلي چې په یاد روغتیایې مرکز کې به د ښځو درملنه په وړیا توګه ترسره کېږي او پر نشه یې توکو یوه روږدې ښځه به تر ۴۵ ورځو د ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي.
د یادونې وړ ده چې په غزني کې پر نشه یې توکو د روږدو نارینه وو لپاره هم دوه روغتیایې مرکزونه فعالیت لري.