نیمرزو کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بندروالۍ لپاره د موټرو تم ځای جوړېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د نیمروز ولایت د ګمرک اړوند د بندروالۍ په موخه د موټرو لپاره د یوه تم د جوړېدو کارونه پیل شوي چې له ۴۵ میلیونو افغانیو ډېر لګښت به ورباندې راشي.
ددغه وزارت لخوا پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تمځای په ۴۷ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې له جوړېدلو سره به یې په ګمرک کې کارکوونکو، سوداګرو او موټر چلونکو ته ګڼ شمېر اسانتیاوې برابرې شي.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې ددغه تمځای د جوړولو ټول لګښت ۴۵,۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې د همدې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه به ورکول شي.
ددغه ګمرک د جوړولو کارونه به د یوې میاشتې په موده کې د یوه افغاني شرکت له خوا نه بشپړ شي.