د پاکستان له زندانونو له سلو ډېر افغان بندیان خوشي شوي

April 08, 25 Bilal ahmad Meerani

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان په زندانونو کې بند ۱۰۱ تنه افغانان له بنده ازاد او پرون دوشنبه هېواد ته ستانه شول.

د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي و او له ۲-۵ ورځو د یاد هېواد په زندانونو کې بندیان وو.

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې دغه کسان له ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي استوګنځایونو ته استول شوي دي.