بامیان کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د اوو شبکو کارونه پیل شوي

د بامیانو ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړېدلو کارونه پیل شوي دي چې ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې راشي.
ددغه ولایت والي عبدالصبور سیغان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د اوبو رسولو ددغه اوو شبکو کارونه پرون ورځ(یکشنبه، د حمل ۲۴)تاریخ پیل شوي دي.
د عبدالصبور په وینا د اوبو رسولو دغه پروژې چې د نړۍوال بانک په مالي لګښت جوړېږي ورسره به ۱۲۰۰ کورنیو، ۱۴ جوماتونو، یوې دیني مدرسې او درې نورو ښوونځیو ته د پاکو اوبو رسولو اسانتیا برابره شي.
په بامیانو کې د اوبو رسولو دغه اوو شبکې په داسې حال کې جوړېږي چې په یاد ولایت کې نږدې ۵۰ سلنه خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.