پکتیا کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ښوونځي جوړېږي

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په تروې او وړممۍ ولسوالیو کې د درې ښوونځیو لپاره د ودانۍ جوړولو کارونه پیل شوي چې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.
ددغه ریاست لخوا پرون ورځ(سه شنبه، د وري ۲۶)پر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه درې ودانۍ په پکتیا کې د خدای میر لومړني ښوونځی، شهداء صالحین نوي جوړ شوي ښوونځي او د وړممۍ لومړني مرکزي ښوونځي لپاره د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.
هېره دې نه وي چې تروې او وړممۍ ولسوالۍ د پکتیا ولایت لرې پرتې ولسوالۍ دي چې په تېر کې یې د پوهنې، روغتیا او پراختیایې پروژو په برخه کې کار نه دی شوی.