د خوړو نړۍوال پروګرام اټکل؛ سږکال څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان د خوار ځواکۍ له ستونزو سره مخ دي

April 16, 25 Bilal ahmad Meerani

د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) خبر ورکړی چې په افغانستان کې سږکال ګڼ شمېر ماشومان د خوار ځواکۍ له ستونزې سره مخ دي او دې ستونزو ته د حل لپاره د نړۍوالو دوامدارې مرستې اړتیا ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام اټکل کړی چې سږکال په هېواد کې ۳,۵ میلیونه افغان ماشومان د خوار ځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.

ددغه پروګرام د افغانستان څانګې پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې افغانستان د خوار ځواکۍ په برخه کې له ډېری ستونزو سره مخ هېواد دی او په دغه بېړني حالت کې افغان ماشومان تر ټولو ډېر زیان ګوري.

سرچینه وایې ددغه ستونزې د مخنیوي په موخه د نړۍوالو دوامدارې مرستې ته اړتیا ليدل کېږي.

هېره دې نه وي چې دغه سازمان د روانې میاشتې په ۱۸نېټه هم خبر ورکړی و چې په سږني کال کې به ۳,۵ میلیونه افغان ماشومان د خوار ځواکۍ له ستونزې سره مخ شي خو زیاته کړې یې وه چې ددغه ستونزې د حل لپاره یې ډېرې مالي سرچینې برابرې کړي او یادې ستونزې ته رسېدنه یې اسانه ده.