د روغتیا نړۍوال سازمان: د روان کال تر وروستیو به د افغانستان لس سلنه وګړي له روغتیایې خدمتونو بې برخې شې

هېواد کې د روغتیا نړۍوال سازمان د ریئس اډوین سینیزا سلواډور اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ۳۶۴ روغتیایې مرکزونو له تړل کېدو سره درې میلیونه افغانان روغتیایې خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په وینا یې چې د څه د پاسه ۲۲۰ نورو روغتیایې مرکزونو د بندېدو وېره هم لري.
د سلواډور په وینا افغانستان کې روغتیایې سیستم دا مهال په یو سخت حالت کې دی او که چېرته د روغتیایې مرکزونو د نشتون ستونزې حل نشي نو د ډینګي، ملاریا او د نري رنځ ناروغیو د ډېرېدو او نورو ته د خپرېدو اندېښنه شته او ورسره ورته مهال واکسینونه هم کمېږي.
په همدې حال کې یو تن افغان ډاکټر احمد شکېب ظهیر له رسنیو سره په خبرو کې ویېلي هغه وخت چې د روغتیا له نړۍوال سازمان او په افغانستان کې له بېلابېلو روغتیایې بنسټونو سره مالي مرستې ودرول شوې دا پرېکړه عامو خلکو ته زیان رسولای شي.
د ظهیر په وینا د روغتیایې مرکزونو سره د نړۍوالو مالي مرستې درول کولای شي چې د میندو او عادي وګړو د مرګ کچه مخ پورته لاړه کړي او همدارنګه د روغتیایې خدمتونو وړاندې کول وننګوي او کارونه یې ټکني کړي.
وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امریکا متحده ایالت بهر کړل دغه حالت لا سخت شو چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د روغتیایې مرکزونو تړل کېدو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.
د یادولو ده چې په افغانستان کې روغتیایې سیستم له کلونو راپه دېخوا د نړۍوالو په همکاریو پورې تړلی پاتې شوی په ځانګړي توګه په لري پرتو سیمو کې سیاسي او اقتصادي ستونزو روغتیایې سیستم له ستونزو سره مخ کړی دی.