د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه ویستل غندلي

April 16, 25 Bilal ahmad Meerani

له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه د راویستلو په اړه د ناروې شاردافیر دغه کړنه غندلې ده او یادونه یې کړې چې هېواد به یې له راستنو شویو افغانانو سره د نړۍوالو بنسټونو پر مټ مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس دغه څرګندونې د کډوالو او بیرته ستنېدونکو وزارت له سرپرست عبدالکبیر سره د لیدلو پر مهال کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې الساس له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه ویستل غندلي او ویېلي یې دي چې هېواد به یې د نړۍوالو بنسټونو سره د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي چې هېواد ته د راستنو شویو افغانانو لپاره پرته له کوم تبعیض خدمات وړاندې کوي او په وینا یې چې سرپرست حکومت د کډوالو د ستونزو دایمي حل ته ژمن دی.

عبدالکبیر له پاکستانه د افغانانو په دې ډول ویستل د هر ډول نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی او ویېلي یې دي چې د افغان کډوالو د دایمې لاسنیوي لپاره د نړۍوالو مرستې مهمې دي.

نوموړي همداراز ویلي چې سرپرست حکومت له اروپایې هېوادونو سره ښه اړیکې غواړي او د ستونزو د حل کولو لپاره له دوی سره خبرو کولو ته لومړیتوب ورکوي.