سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي

د سالنګ د لویې لارې د څارنې او ساتنې ادارې خبر ورکړی چې د یادې لویې لارې په اوږدو کې یو بار وړونکو چپه شوی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې مسوول فضل الربي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پېښه پرون ورځ(شنبه)غرمه مهال ۱۲:۳۰ بجې د سالنګ د لویې لارې په اوږدو کې په ۱۵مه ګرارۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو بار وړونکی موټر د څلور مسافر وړونکو موټرو سره ټکر شو.
نوموړي منلي چې په دغه پېښه کې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.