هرات کې د هنري اثارو څلور ورځینی نندارتون جوړ شوی

April 21, 25 Bilal ahmad Meerani

د هرات ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ څلور ورځینی نندارتون جوړشوی دی.

په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې عبداجلیل توانا د خطاطانو د انجمن ریئس ویلي چې یاد نندارتون کې ۶۵ رقمه هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي چې پکې نستعلیق، شکسته نستعلیق، ثلث او کوفي لیکونو خوشنویسي موجوده ده.

توانا ددغه نندارتون د پرانستلو هدف د خوشنوېسۍ او نقاشۍ د نوم وتي استاد نجیب الله انوري د اثارو معرفي کول او قدردانی وباله.

نوموړي یادونه کړې چې په یاد څلور ورځیني نندارتون کې د استاد انوري دوه اثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر ددغه نندارتون د جوړولو موخه د هنرمندانو خلاقیتونه نندارې ته وړاندې کول یاد کړي او ویلي يې دې چې هڅه کوي ترڅو د کورنیو هنرمندانو هنرونه تر نړۍوالو نندارتونونو ورسوي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د خطاطۍ او نقاشۍ د نوم وتي استاد نجیب الله انوري د اثارو د معرفي کولو لپاره نندارتون پرانیستل شو.