کندهار کې د ۲۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د مېوو او کرنیزو محصولاتو د معاینه کولو لابراتوار جوړ شوی

April 21, 25 Bilal ahmad Meerani

د کندهار د سیمه یزو مسوولانو په وینا یاد ولایت کې د مېوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د معاینه کولو لپاره د خصوصي سکتور لخوا د ۲۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت لابراتوار جوړ شوی دی.

د مسوولانو په وینا په دغه لابراتوار کې د مېوه جاتو او نورو کرنیزو توکو کیفیت، پاکوالي او د کیمیاوي درملو د نه شتون مالومات ترسره کېږي.

ددغه لابراتوار مسوول عبدالسمیع روښان ویلي ددې لابراتوار له جوړولو یې موخه د مېوو او کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړول، د کروندګرو د تولیداتو لپاره د بازار موندل او د هېواد د صادراتو د ارزښت لوړول دي.

روښان پخپلو خبرو کې ویلي چې یاد لابراتوار د داسې وسایلو لرونکی دی چې کولی شي د مېوو پاکوالی، غیر عضوي توب او د کیمیاوي درملو د نه موجودیت ډاډ ورڅخه تر لاسه شي.

نوموړي همداراز ویلي ددغه لابراتوار له فعالولو سره به د هېواد صادرات نړۍوال معیار او بازار ته لاره پیدا کړي.

په همدې حال کې د یاد لابراتوار یو تن کار کوونکي ویلي چې دوی یواځې وچې او تازه مېوې نه؛ بلکې نور کرنیز محصولات هم معاینه کوي او مالوموي چې کوم ډول کیمیاوي درمل پرې په کومه اندازه استعمال شوي دي.

بلخوا د مېوو یو تن صادروونکي سیف الرحمان ویلي، مخکې تر دې چې دغه لابراتوار پرانیستل شي د هېواد مېوې او کرنیز محصولات به د نړۍوال بازار څخه د کیفیت د باور د نشتوالي له امله رېدلې خو اوس دغه ستونزه حل شوه او د هېواد مېوې او کرنیز محصولات به په نړۍوال معیار په نړۍوال بازار کې پلورل کېږي.