د ام ټي ان مخابراتي شرکت به وروسته له دې هېواد کې د اتوما په نوم فعالیت کوي

د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسوولانو خبر ورکړی چې خپل تجارتي نوم "MTN" یې اتوما ته بدل کړی او وروسته له دې به افغانستان کې په دغه نوم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د یاد شرکت د مسوولانو په وینا چې د نوم د بدلون سره سم به هڅه کوي ترڅو خپلو مشتریانو ته په ټیټ قیمت غوره مخابراتي خدمات وړاندې کړي.
ددغه شرکت د نوم د بدلولو مراسم د سرپرست حکومت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې نن ورځ(شنبه)د هېواد په پایتخت کابل کې ترسره شو.
په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د اتوما شرکت اجرایوي ریئس هشام رمضان وویېل چې هڅه کوي افغانستان کې د خپلو میلیونونو مشتریانو لپاره د ژوند، پرمختګ، تګ-راتګ، اړیکو او تعامل په برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.
رمضان پخپلو خبرو کې وویېل چې دوی غواړي د خپلو مشتریانو لپاره له اوسني عصر سره سم ځانګړې تجربه وړاندې کړي، د خپلو مشتریانو له غوښتنو پورته خدمات ترسره کړي او د هېواد ارزښتونو ته ژمنتیا ولري.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني چې په دغه مراسمو کې یې ګډون کړی و د غونډې ګډونوالو ته وویېل چې د یاد شرکت مسوولانو دوه کاله وړاندې د خپلو سهمونو د پلورلو پرېکړه کړې وه چې ډېر تمرکز یې په افریقا کې پر فعالیت کولو وو.
نوموړي ویلي هېواد کې د نورو سکتورونو تر څنګ د مخابراتو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
حقاني د اتوما شرکت له مسوولانو غوښتنه کړې چې د خپلو ګټو ترڅنګ د خلکو لپاره مناسبې بیعې وټاکي ترڅو خلک یې له خدماتو څخه راضي واوسي.
نوموړي زیاته کړې چې هېواد کې تر دې مهاله پنځه مخابراتي شرکتونه فعالیت لري خو خلک یې لا تر اوسه له خدماتو څخه راضي نه دي.
باید وویل شي چې اتوما شرکت به وروسته له دې هېواد کې خپلو فعالیتونو ته "د ژوند د نوې غوره تجربې"تر سرلیک لاندې دوام ورکوي.