د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له ۱۱ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي

April 21, 25 Bilal ahmad Meerani

مسوولانو خبر ورکړی چې نن ورځ(دوشنبه، د ثور ۲)د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۱,۶ میلیونه ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو څلور ورځینی کمپاین شروع کېږي.

د ختیځ زون د کتلوي معافیت مسوول حکیم جان ګلابزوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه څلور ورځیني کمپاین کې به د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له پنځه کلونو د کم عمر لرونکي ۱۱,۶ میلیونه ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکول شي.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره ګټور بولي او کورنیو څخه غوښتنه کوي چې ددغه کمپاین پر مهال خپل ماشومان له دوه څاڅکي واکسین او ویټامین ای څخه برخمند کړي.

د یادونې وړ ده چې د واکسینو دغه پروژه به پرته له ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، کندهار، او هلمند ولایتونو څخه په نورو ۲۸ ولایتونو کې درې ورځې وخت ونیسي یواځې په یادو ولایتونو کې به څلور ورځې دوام کوي.