هېواد ته د یوې میاشتې په اوږدو کې له بېلابېلو هېوادونو ۱۰۳ زره افغانان راستانه شوي

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې هېواد ته د یوې میاشتې په موده کې له ایران، پاکستان، او ترکیې هېوادونو څخه ۱۰۳ زره افغانان بیرته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هېواد ته ددغه راستنو شوو افغانانو له ډلې له ۸۲ زره ډېر له ګاونډي هېواد پاکستان، له ۲۰ زرو ډېر له ایران او له ۷۰۰ ډېر له ترکیې هېواد څخه راویستل شوي دي.
په همدې حال کې له ۲۰۰۰ ډېر هغه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو د تورخم او سپین بولدګ له لارې هېواد ته را اړول شوي دي.
ورته مهال د پاکستان رسنیو د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې د اپرېل میاشتې په درې اوونیو کې له دغه هېواده له ۱۰۰ زرو څخه ډېر افغانان ویستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې له ټول هېواده به نږدې درې میلیونه افغان کډوال وباسي.